چهارشنبه , ۳۰ , جوزا , ۱۳۹۷

تاریخچه

پیش از سال ۱۳۵۲ «دارالتحریر شاهی» و «وزارت دربار سلطنتی» عهده‌دار وظایفی مانند: تنظیم ملاقات‌ها و تحریر و پخش مکاتبات، مراسلات، پیام‌ها، احکام و فرامین پادشاه به نهاد های دولتی، بودند و از چگونگی تطبیق امور، زمامدار وقت را مطلع می‌ساختند. با روی کار آمدن محمدداود خان و استقرار نظام جمهوری، دارالتحریر شاهی به «دفتر ریاست جمهوری» توسعه یافت و تمامی امور انتظامی، دیپلوماتیک، تشریفات، خدمات، محافظت، پلان و پالیسی ریاست‌جمهوری را بر عهده گرفت.

دفتر ریاست‌جمهوری بعد از کودتای هفتم ثور ۱۳۵۷ هـ.ش به نام «دفتر هیأت رئیسه شورای انقلابی» مسما گردید. این دفتر عهده‌دار محافظت از ارگ، تهیه خدمات لوژستیکی ریاست جمهوری، تشریفات، تنظیم ملاقات‌ها و امور تحریرات بود که با به تعلیق درآمدن قانون اساسی و سایر قوانین؛ صلاحیت تدوین احکام، فرامین و نشر فیصله‌های دولتی را نیز کسب کرد.

در سال ۱۳۶۶ پس از انتخاب رئیس‌جمهور توسط لویه جرگه، «دستگاه ریاست جمهوری افغانستان» تشکیل شد. هدف اساسی ایجاد این دستگاه، تنظیم امور ریاست جمهوری در ابعاد مختلف سیاسی، اجتماعی، اقتصادی، فرهنگی، دفاعی و امنیتی بود. این دستگاه متشکل از ادارات سکتوری، از جمله حراست قانون و امور قضایی؛ اقتصاد ملی و بازسازی؛ روابط بین‌المللی به شمول بخش تشریفات؛ ارتباط با احزاب سیاسی و سازمان‌های اجتماعی؛ دفاع و امنیت؛ دفتر مطبوعاتی؛ شوراهای اقوام و قبایل و امور پارلمانی؛ و اداره فرهنگی و خدمات اجتماعی؛ اداره امور اسلامی؛ کنترول و تفتیش؛ و نشان‌ها و مدال‌ها بود. در کنار آن مسئولیت امور خدماتی و حمایوی را «ریاست اداره امور» عهده‌دار بود.

پس از استقرار دولت اسلامی افغانستان در سال ۱۳۷۱، دستگاه ریاست جمهوری و ریاست اداره امور (با ارتقای آمریت‌های آن به ریاست) «ریاست عمومی اداره امور» را شکل دادند.

با روی کار آمدن طالبان و تعیین قندهار به عنوان مرکز حکومت، آنان نیز امور اجرائیوی و ارتباطی را به همین اداره واگذار کردند. چنانچه تشکیل صدارت عظمی از حکومت حذف گردید و اداره کنترول و تفتیش؛ ریاست مبارزه با حوادث؛ اداره سرمایه‌گذاری خصوصی؛ و ارگان‌های محلی، در تشکیل «ریاست عمومی اداره امور» مدغم شد. تعداد زیادی از کادرهای مجرب و سابقه‌دار ریاست عمومی اداری صدارت عظمی نیز جذب ریاست عمومی اداره امور گردیدند و همچنین شورای قانون اساسی که قبلاً اداره‌ای مستقل بود، شامل تشکیل این ریاست عمومی شد.

با ایجاد دولت انتقالی در سال ۱۳۸۱ هـ.ش بعضی از آمریت‌های «ریاست عمومی اداره امور» به سطح ریاست ارتقا یافتند، اما ریاست عمومی کنترول و تفتیش؛ ریاست مبارزه با حوادث؛ اداره سرمایه‌گذاری خصوصی؛ و ریاست دفتر مقام ریاست جمهوری یکی پی دیگری به حیث واحدهای بودجوی مستقل، از تشکیل این اداره جدا شدند.

مرکز تحقیقاتی ریاضی ـ فلسفی جهان و ریاست انتقالات بندر حیرتان، دیگر ریاست‌هایی بودند که در این دوره از تشکیل اداره امور جدا شده به ارگان‌های دیگر انتقال یافتند.

با روی کار آمدن دولت «جمهوری اسلامی افغانستان»، برای ایجاد روابط بهتر بین قوای ثلاثه، دفتر وزیر دولت در امور پارلمانی نیز به عنوان ارگان مستقل بودجوی و به رهبری واحد با ریاست اداره امور فعالیتش را آغاز کرد، اما چندی بعد، از بدنه این اداره جدا شد. ریاست عمومی اداره امور در سال ۱۳۸۴ وظیفه دارالانشای شورای وزیران حکومت را نیز عهده‌دار شد و پس از آن به «ریاست عمومی اداره امور و دارالانشای شورای وزیران» مسمی گردید.

محمدیوسف اعتبار، دو سال (۱۳۸۱ ـ ۱۳۸۳)، عهده‌دار این ریاست بود و پس از وی داکتر فاروق وردک چهار سال (۱۳۸۳ ـ ۱۳۸۷) در رأس این اداره و دفتر وزیر دولت در امور پارلمانی ایفای وظیفه نمود. بر اساس فرمان مورخ ۱۳۸۷/۸/۱ رئیس جمهوری اسلامی افغانستان، داکتر نجیب‌الله صادق مدبر به حیث رئیس عمومی اداره امور و دارالانشای شورای وزیران، تعیین و الی آغاز کار دوره ریاست جمهوری محمد اشرف غنی، ایفای وظیفه نمودند.

در دوره ریاست جمهوری محمد اشرف غنی، ریاست دفتر مقام عالی و ریاست عمومی اداره امور و دارالانشای شورای وزیران با هم ادغام و تحت عنوان ریاست عمومی اداره امور ریاست جمهوری ا.ا. که در رأس این اداره عبدالسلام رحیمی تعیین گردیده بود، الی تاریخ ۱۳۹۶/۴/۲۰ فعالیت نمود.سپس بنابر لزوم دید مقام عالی ریاست جمهوری و اجرای بهتر امور مربوطه، ریاست عمومی  اداره امور ریاست جمهوری ا.ا. در برج سرطان سال ۱۳۹۶ به دو واحد مستقل بودجوی تحت عناوین ریاست عمومی دفتر مقام عالی و ریاست عمومی اداره امور ریاست جمهوری ا.ا. تقسیم گردید که در رأس ریاست عمومی اداره امور ریاست جمهوری ا.ا. احمد داود نورزی تعیین و ایفای وظیفه می‌نماید.

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د چارو ادارې لوی ریاست په اړه

له ۱۳۵۲ کال څخه مخکې »شاهي دارالتحریر» او »سلطنتي دربار وزارت» د ملاقاتونو د تنظیم او د مکاتیبو د لیک او خپرول، خبرپاڼو، پیغامونو، دولتي نهادونو ته د پادشاه د احکامو او فرمانونو رسول، د چارو د تطبیق څرنګوالي دنده په غاړه درلوده او د  وخت زمامدار ته يې خبر ورکاوه.

د محمد داود خان او د جمهوري نظام په راتلو سره شاهي دارالتحریر د »جمهوري ریاست» په دفتر بدل شو او ټول نظامي، ډیپلوماتیک، تشریفاتي خدمتونه، ساتنه، او د جمهوري ریاست پلان او پالیسي یې په غاړه درلوده.

د جمهوري ریاست دفتر د ۱۳۵۷ کال د غويي د میاشتې د ۷ نېټې کودتا وروسته »د انقلابي شورا د رئیسه دفتر په نوم ونومول شو»

یاد دفتر د ارګ ساتنه، د جمهوري ریاست لوژستیکي خدمات، تشریفات، د ملاقاتونو تنظیم او د لیکنو د چارو پړه پر غاړه درلوده چې د اساسي قانون او نورو قوانینو ځنډېدلو وروسته د احکامو او فرامینو صلاحیت او د دولتي پرېکړو د خپرولو صلاحیت هم ورغاړې شو.

د ۱۳۶۶ کال کې د لویې جرګې لخوا د ولسمشر د ټاکلو وروسته »د افغانستان د جمهوري ریاست دستګاه جوړه شوه» د یادې دستګاه موخه د جمهوري ریاست اړوند بېلابېل سیاسي، ټولنیز، اقتصادي، کلتوري، دفاعي او امنیتي چارو تنظیمول ؤ. دغه دستګاه د قانون ساتنه او قضایي چارې؛ ملي اقتصاد او بیارغونه؛ بین المللي اړیکې او تشریفات؛ له سیاسي او ټولنیزو سازمانونو سره اړیکې؛ مطبوعاتي دفتر؛ د اقوامو او قبایلو چارې، پارلماني چارې؛ د ټولنیزو او کلتوري خدماتو اداره کول؛ د اسلامي چارو اداره کول؛ کنټرول او تفتیش؛ او د نښانونو او مډالونو اداراتو څخه تشکیل شوې وه  ددې ترڅنګ خدماتي او حمایوي چارې »د چارو ادارې ریاست» پر غاړه وې.

په ۱۳۷۱ کال د افغانستان اسلامي دولت د جوړېدو وروسته د جمهوري ریاست دستګاه او د چارو ادارې دستګاه ( د آمریتونو او ریاستونو د ارتقأ سره) د چارو ادارې لوی ریاست جوړ شو.

د طالبانو د راتلو سره او کندهار د حکومت د مرکز په توګه ګڼل کېدلو وروسته هغوی هم اجرائیوي او ارتباطي چارې یادې ادارې ته وسپارلې همدارنګه کله چې اجرائیوي ریاست د حکومت له تشکیل څخه لرې شو د کنترول او تفتیش اداره؛ د حوادثو پر وړاندې د مبارزې اداره؛ د خصوصي پانګه اچونې اداره او د محلي ارګانونو خپلواکه اداره د چارو ادارې عمومي ریاست په تشکیل کې ډېر شول.

د یادونې وړ ده چې کله یادې ادارې »د چارو ادارې عمومي ریاست» سره یوځای شوې هغه سابقه لرونکې کادرونه او پوه کسان چې د اجرائیوي ریاست اداري کارکوونکي ؤ د چارو ادارې لوی ریاست کې مقرر شول  او همدارنګه د اساسي قانون شورا چې مخکې یوه خپلواکه اداره وه د چارو ادارې لوی ریاست سره یوخای شوه.

د انتقالي دولت په جوړېدو سره په کال ۱۳۸۱ هجري لمریز کې د چارو ادارې لوی ریاست ځینې آمریتونه د ریاست سطحې ته ارتقا وموندل مګر د کنټرول او تفتیش ریاست؛ د حوادثو پر وړاندې د مبارزې ریاست؛ د خصوصي پانګه اچونې اداره او د جمهوري ریاست د عالي مقام دفتر یو تر بل ورسته د خپلواکو ادارو په حیث ددې ادارې له تشکیل څخه جلا شول.

د فلسفي ریاضي نړیوال تحقیقاتي مرکز او د حیرتان بندر د انتقالاتو ریاست له هغو ریاستونو څخه ول چې په دې دوره کې د چارو د ادارې له تشکیل څخه نورو ارګانونو ته وسپارل شول.

»د افغانستان د اسلامي جمهوريت» په راتلو سره د ثلاثه قواوو سره دښه اړیکو لپاره په پارلماني چارو کې د وزیر دولت دفتر یو خپلواک ریاست په څېر او د یوې واحدې رهبرې لاندې له چارو ادارې سره خپل فعالیتونه پیل کړ خو له لږې مودې وروسته د یادې ادارې له تشکیل څخه جلا شو د چارو ادارې لوی ریاست په کال ۱۳۸۴ کې د وزیرانو شورا د دارانشأ دنده هم ور په غاړې شوه او وروسته له هغه »د چارو ادارې عمومي ریاست او د وزیرانو شورا دارالنشأء» په نامه ونومول شوه

محمد یوسف اعتبار له (۱۳۸۱-۱۳۸۳) کال پورې د دې ریاست رئیس ؤ او وروسته له هغه ډاکتر فاروق وردک څلورکاله (۱۳۸۳-۳۸۷) د یادې ادارې او په پارلماني چارو کې د دولت وزیر په حیث دنده ترسره کړه د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رئیس د ۱۳۸۷/۸/۱ نېټې د حکم پر اساس، ډاکټر نجیب الله صادق مدبر د چارو ادارې عمومي رئیس او د وزیرانو د شورا د دارالنشأ رئیس په توګه دنده پیل او د محمد اشرف غني د ریاست د دورې پیل پورې یې دنده ترسره کړه.

د محمد اشرف غني په دوره کې د عالي مقام د دفتر ریاست د چارو ادارې لوی ریاست او د وزیرانو شورا دارالنشاء بیا یوځای د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست تر نامه لاندې چې په رأس کې یې عبدلاسلام رحیمي تعین او تر ۱۳۹۶/۴/۲۰ پورې یې فعالیت وکړ وروسته له هغه د ولسمشرۍ ماڼې د اړتیاو لیدو سره او د چارو د ښه والي په موخه د ۱۳۹۶ کال د چنګاښ په میاشت کې په دوه خپلواکو واحدونو وویشل شول چې د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست په رأس کې احمد داود نورزی وټاکل شو او دنده ترسره کوي.

 

دست آوردها

جوانان