ستره محکمه
د ا.ا.ج اساسی قانون د(116- مې ) مادې دحکم مطابق قضائیه قوه د افغانستان داسلامي جمهوري دولت خپلواک رکن دی .
قضائیه قوه له : سترې محکمې ، د استیناف له محکمو او ابتدائیه محکمو څخه جوړه ده چې تشکیلات او واکونه یې د قانون له لارې تنظیمیږي .
دافغانستان په قضایي نظام کې دسترې محکمی معرفی
د1392 کال د تصویب شوی د افغانستان د اسلامي جمهوریت د قضائیه قوې د تشکیل اوواک قانون په موجب د نوې ستری محکمې له تشکیل وروسته دقضائیه قوې ترکیب په لاندې ډول دی
A - ستره محکمه .
B - داستیناف محکمې
C - ابتدائیه محکمې
د اساسي قانون د116 – مې مادې له مخې ستره محکمه د ستر قضایي ارګان په توګه د افغانستان د اسلامې جمهوریت د قضائیه قوې په سرکی ځای لري .
ستره محکمه له (9) غړیو څخه تشکیل شویده او یوتن د جمهور رئیس له خوا د رئیس په توګه ټاکل کیږی .
عالی شورا د لاندنیو واکونو درلودونکی ده
قضایی دندی او واکونه
یودیرشمه ماده
دسترې محکمې عالي شوري ، په قضایي ساحه کې د لاندې دندو او واکونو لرونکې ده :
- پدې قانون او نوروقوانینو کې د اټکل شوو د احوالو مطابق دنوو دلایلو د ظهور پرسبب د دعوي د اړخ داعتراض پربنسټ د محکمو پرپریکړو باندې نوې کتنه .
- د قانون د حکمونو مطابق ، د محکمو دواک د تنازع حل .
3 - دقانون دحکمونو مطابق دلوی څارنوال یا د دعوي د اړخ د غوښتنې پربنسټ د موجهو دلایلو او دنه رفع کیدو وړ اړتیا د موجودیت په حال کې له یوې محکمې څخه بلې محکمې ته دقضیې د څیړلو د واک سپارل .
4- دقانون د حکمونو مطابق ، بهرني دولت ته د هغه بهرني تبعه د اعادې په هکله د تصمیم نیول چې په جرم باندې مظنون یا تورن وي .
5- د اساسي قانون د(28) مادې دحکم په حدودو کې بهرني دولت ته د هیواد د هغه تبعې دتسلیمولو په هکله د تصمیم نیول چې په جرم باندې مظنون یا تورن وي .
6- د قانون دسم تطبیق او د قضایي رویي د وحدت د تأمینیدو په منظورد استهدائیو څیړل او محکمو ته د توضیحاتو ورکول .
7- د مقرراتو ، لایحو ، تعلیماتنامو او لارښوونو څیړل او تصویبول .
8- دقانون دحکمونو مطابق ، د جمهور رئیس لخوا د قاضیانو د عزل دمنظورۍ تروخته د جنحې یا جنایت د ارتکاب په صورت کې له دندې څخه د قاضیانو د مؤقت انفصال څیړل .
9- له دندې څخه په راپیدا شوو جرمونو کې دقاضیانو محاکمه .
اداري دندې اوواکونه
دوه دیرشمه ماده :
دسترې محکمې عالی شوري په اداري اومالي ساحه کې د لاندې دندو او واکونو لرونکې ده :
1- د قضائیه قوې د تشکیل او بودجې څیړل
2- دقانون دحکمونو مطابق دقضاتو د قضایې انسلاک تصویبول وړاندیز، مقررول ، تبدیلول ، ترفیع تقاعد او نورې ذاتي چاري .
3- د دې قانون د حکمونو مطابق جمهوري ریاست مقام ته د محکمو د تأسیسولو او دهغو د قضایي او اداري واک د ټاکلو د وړاندیز تصویبول .
4- دقانون د حکمونو مطابق دجمهوري ریاست مقام ته د قاضیانو او قضایي مستشارانو دټاکلو د وړاندیز تصویبول .
5- د محکمو د فعالیت د پرمخ بیولو به منظور د لازمو تسهیلاتو تأمینول .
6- د قاضیانو او نورو منسوبینو د حقوقی پوهې د سطحې د لوړیدو په منظور د قضایي زده کړې د امکاناتو دبرابرولو لپاره د لازمو تدبیرونو نیول .
7- دقاضیانو او محررینو د زده کړه ییزو برنامو د تدارک او جوړیدو او په هغو پورې د اړوندو چارو د تنظیم په منظور، د لازمو تدبیرونو نیول .
8- دمحکمو د کلنۍ احصائیي او فعالیتونو د رپوټ څیړل .
9- د قضایي چارو دپلټنې ، تدقیق او مطالعاتو د پایلو څیړل او د نیمګړتیاوو د لرې کیدو او دمحکمو دکړنو د توحیدولو او سمون په موخه ، د تدبیرونو نیول .
10- دجمهوري ریاست مقام ته د محکوم علیه قاضیانو د مجازاتو د عفوې اوکمولو وړاندیز.
11- د نورو هغو دندو څیړل او د واکونو اعمالول چې په دې قانون ، اساسي قانون او نورو تقنیني سندونو کې تصریح شویدي .
په افغانستان کې د قضایي تشکیلاتو تفصیل عبارت دی :
لومړی – په ستره محکمه کې : مدنی ، سوداګریزو ، عمومی جزا ، عامه امنیت ، نظامی جرایمو ، د امنیت او عامه منفعت پرخلاف جرمونو ، عامه حقوقو دیوانونه ، د ښځی پرعلیه د تاوتریخوالی قضایاوو او کوچنیانو سرغړونو ته د رسیده ګۍ دیوان .
دهردیوان دندی د سترې محکمې یو غړی او یوشمیر قضایي مستشاران پرمخ وړی .
دوهم : استیناف محکمي : دهرولایت په مرکزکې د استیناف محکمی یو ریاست شتون لري چې د لاندنیو دیوانونو درلودونکی دی :
* - دعمومي جزا دیوان
* - دعامه امنیت دیوان
* - مدنی او دشخصیه احوالو دیوان
* - دعامه حقوقو دیوان
* - سوداګریز دیوان
* - دکورني اوبهرنی امنیت پرخلاف جرمونو دیوان
* - دښځی پرعلیه د تاوتریخوالی قضایاوو ته درسیده ګۍ دیوان
* - د کوچنیانو سرغړونی ته درسیده ګۍ دیوان
* - ترافیکی دیوان
* - نظامي دیوان
* - دشخصیه احوالو دیوان
* - له اداري فساد څخه د راولاړوشویو جرمونو ته درسیده ګۍ دیوان
درییم – ابتدائیه محکمی : د ولایتونو په مرکزونو کی په ښاري ابتدائیه محکمو او هری ولسوالۍ په مرکزونوکی د ولسوالیوپرمحکمو شامل دي .
څلورم – نورې محکمی : لکه د کوچنیانو محکمې ، د ښځې پرعلیه د تاوتریخوالي جرمونو ته درسیده ګۍ محکمې ، مالیاتي محکمې ، د دولتي املاکو د عصب محکمی ، فامیلي محکمې ، سوداګریزې ابتدائیه محکمې او دنشه یي توکیو محکمې .
پنځم : د وثایقو ادارې : د ادارې د ټولو ولایتونو په مرکزونو کې قرارلري او دخلکو داړتیاوړ اسناد توثیقوي او په ولسوالیو کی د وثایقو چارې د ولسوالیو دمحکمو په واسطه ترسره کیږي .
دسترې محکمې مرکزي تشکیلات
د1382 کال د اساسي قانون پرموجب دمحکمو د اداري چارو دتنظیم او په قضائیه ځواک کی د اصلاحاتو د رامینځته کولو په موخه د قضائیه قوې ، عمومی اداري آمریت تشکیل شوی چې د لاندنیو ریاستونو له لاری اړوندی چاری ترسره کوي :
1- دمقام د دفتر ریاست : د قاضی القضات د دفتر چارې ، ملاقاتونه ، بین المللی مسایل او بهرنۍ اړیکې تنظیموي .
2- دسترې محکمې د تحریراتو ریاست : د عرایضو چاری تنظیموی او د سترې محکمې اړیکی د جمهوري ریاست له مقام ، ملی شورا اونورو دولتي او غیردولتي مراجعو سره ټینګوي .
3- دسترې محکمې دعالي شورا د دارالانشاء ریاست : د ستری محکمې دعالی شورا اجرائیوي او دسکرتریت چارې تنظیموي او د دی شورا مصوبی ، یاد داشتونه ، قرارونه او پریکړې تسوید او نهایي کوي او له تصویب وروسته یې اړوندو مراجعو ته ابلاغوي .
4- دتدقیق اومطالعات عمومي ریاست : دا ریاست د محکمو استهداګانی ، او د قاضیانو د قضایی کادر دارتقا پوری اړوند مسایل ترغور اومطالعې لاندې نیسی او تدقیقی نظریي څرګندوي او د وروستی غور په موخه یي دسترې محکمې عالي شورا ته ارجاع کوي ، سربیره پردې د قوانینو او قضایي لوایحو چاری تسوید او تدوینوي او همدارنګه د قضایي مرافقو د توحید په موخه لازم حقوقی او قضایي مطالعات سرته رسوي .
5- د قضایي پلټنې ریاست : د محکمو چارې په عادي ( نوبتي ) توګه په هرو دریوکلونو کی او په اختصاصي ډول دغوښتنی پرمهال ترعادی اقتضاي پلټنې لاندی نیسي .
6- د افتاء عمومی ریاست : دقضایي استفتاأتو پروړاندې د فتوا په صادرولو لاس پورې کوي .
7- دخپرونو ریاست : د قضائیه قوې فرهنګې اوخپرنیزی چارې دقضا مجلې ، میزان جریدې د خپراوی ، د قضا دکتابتون ، دقضایې کتابونو او رسالو دخپرولو په ډګرونو کې تنظیم او اجرا کوي .
8- مالي او اداري ریاست : د سترې محکمې مالي ، اداري ، حسابي چارې داړوندو قوانینو ، مقرراتو او لایحو مطابق تنظیموي ، همدارنګه د قضائیه ځواک د املاکو ، اونویو دانیو په جوړولو او له هغو څخه په ساتنه موظف دی .
9- دکنترول او څارنې ریاست : د قضائیه ځواک په لیکوکې له اداري فساد سره د مبارزی دنده په غاړه لري .
10- دبشری زیرمو ریاست : د قضائیه ځواک د منسوبینو ذاتي چاری اعم له تقرر، تبدل، ترفیع او تقاعد اجراء کوي .
11- دقضایي تعلیماتو ریاست : دقضایي ستاژچارې تنظیموی دقاضیانو لپاره په خدمت کې داخل روزنیز پروګرامونه پرمخ وړي
12- دپالیسي اوپلان ریاست : پروګرام جوړوونکی ریاست دی او د قضائیه ځواک ټول پروګرامونه ، پلانونه اوپالیسۍ ترتیب او په دی تړاو بیلابیل رپوټونه ترتیب او خپلومراجعو ته یې استوي .
د ویب سایټ لینک